زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1445-10-24  |  2024-05-03  |  تازه شوی په: 2024/05/03 - 04:57:2 FA | AR | PS | EN
په رسنيو کې د ښځينه خبريالانو حضور ۱۷سلنه زيات شوی             واشنګټن د فلسطین پر رفح ښار د اسراییل د برید د پلان ملاتړ نه کوي             ننګرهار کې ۳۴زره ټابلېټ‌کا ګولۍ نيول شوې             روغتیایي ستونزې او اقلیمي بدلونونه د افغان کارګرو ژوند ګواښي             د کرکټ شل اوریز نړیوال جام ته د افغانستان ملي لوبډله اعلان شوه             جان بس په قطر او اسلام اباد کې "پر افغانستان" غږېدلی             یو شمېر اروپایي هېوادونه به د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني             یوې ښځې ۸۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې             په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسينو څلور ورځنۍ کمپاين پيل شو             د اوکرايين پوځ مشر وايي په لومړۍ کرښه کې وضعيت خراب شوی             د منځنۍ آسیا د هېوادونو لپاره اصلي ګواښ په افغانستان کې سختدریځې ډلې دي             په جلال‌اباد ښار کې سېلابونو ځاني او مالي زيانونه اړولي             پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ‘پي‌ او آر’ کارتونو وغځول شوه             په افغانستان کې د جګړې دوران پای ته رسېدلی             ملا برادر د قزاقستان د مرستیال صدراعظم سره پر ګڼو موضوعاتو غږیدلی            

تاريخ النشر: 2024/02/27 - 10:16:2
زيارة: 160
مشاركة مع الـأصدقاء

په ۲۱ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین پیل
 په ۲۱ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین پیل

انصار: ( دکب 8 مه)؛ په افغانستان کې د طالبانو حکومت کې د عامې روغتیا وزارت وايي د روان ۲۰۲۴ کال لپاره د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ په دې دویم فرعي کمپاین کې چې په ۲۱ ولایتونو کې له پرون راهیسې پیل شوی اوه اعشاریه شپږ میلیونه هغه ماشومان واکسین کړای شي چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي.

چارواکي وايي د ماشومانو د ګوزڼ پرضد دا څلور ورځنی کمپاین به په کابل، کاپیسا، پروان، لغمان ، نورستان، ننګرهار، کونړ، بغلان، کندوز، تخار، هلمند، کندهار، زابل، روزګان، نیمروز، غزنی، خوست، پکتیا، پکتیکا، فراه او هرات ولایتونو کې د فبرورۍ میاشتې تر ۲۹ نېټې پورې دوام وکړي.

د طالبانو حکومت کې د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد د دغه کمپاین په مناسبت ویلي چې له نړیوالو ادارو سره په ګډه ژمن دی چې په ټول هېواد کې د پولیو ناروغي له منځه یوسي.

نوموړي دغه راز د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره له میندو او پلرونو، دیني علماوو او قومي مخورو په ګډون له ټولو خلکو غوښتنه کړې چې د پولیو ضد دې کمپاین سره همکاري وکړي.

د عامې روغتیا وزارت چارواکو له دې مخکې هم څو ځله ویلي دي چې د پولیو پرضد کمپاینونه به تر هغه دوام وکړي چې افغانستان له پولیو نه پاک اعلان شوی نه وي.

افغانستان او پاکستان اوس مهال په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې د پولیو وېروس په کې شته.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30332






*
*

*



قرأ

په رسنيو کې د ښځينه خبريالانو حضور ۱۷سلنه زيات شوی


روغتیایي ستونزې او اقلیمي بدلونونه د افغان کارګرو ژوند ګواښي


یوې ښځې ۸۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې


په جلال‌اباد ښار کې سېلابونو ځاني او مالي زيانونه اړولي


پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ‘پي‌ او آر’ کارتونو وغځول شوه


د هلمند او کندهار اوسېدونکو ته ښه زیری


افغانستان کې د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو هڅې


پنجشېر ته د روسي سېلانیانو د یوې اووه کسیزې ډلې سفر


کابل کې د نور او بریا ټلوېزیونونو نشرات ځنډېدلي


افغان لوبغاړي محمد نبي د کابل په لویدیځ کې د یوه روغتون څانګه پرانیسته


کندهار کې د وروستیو اورښتونو له امله ۱۴۶ کورونه نړېدلي


د اپرېل پر ۱۵مه له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیلېږي


پروان کې ښځو او ځوانانو ته د مشورې مرکز جوړ شوی


له پاکستانه خپل هېواد ته د لکونو افغانانو ستنېدل د ګوزڼ ضد هڅو ته یو ګواښ دی


وروستیو اورښتونو په هېواد کې مالي او کرنیز زیانونه اړولي


د بانک نوټونو ساتنې ته دې پوره پام وشي


کابل ته د پنجشېر سيند اوبو د انتقال پروژې د سروې چارې پيل شوې


د بخښنې نړیوال سازمان:«د افغان کډوالو راایستل دې ودورل شي»


په بلخ کې ۲۰۰جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوه


لاهم ناوخته نه دی چې ښوونځي پرانیستل شي


افغانستان له سخت غذايي بحران سره مخ دی


ننګرهار کې د سوالګرو ماشومانو شمېر ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی


کابل ښاروالي: هیچاته د احتکار اجازه نه ورکوو


په نوي ښوونیز کال کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانېستو غوښتنه


د ترافیکو پر مخ د سالنګ د لویې لار ې تړل کېدل





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان